امریکايي څيړنيز مرکز: جګړه بايد ختمه او ځواکونه له افغانستانه و ايستل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۴، یکشنبه) 

امریکا کې د هيومن ايونټ په نوم یو څيړنيز مرکز ويلي، چې په افغانستان کې بايد جګړه ختمه او امریکايي ځواکونه له دغه هيواده و ايستل شي.

د هيومن ايونټ څیړنيز مرکز په یوه مطلب کې په افغانستان کې امریکايي جګړو ته کتنه کړې زياتوي امریکا په افغانستان کې له تيرو اتلس کلونو راهيسې بې ګټې جګړه روانه ساتلې چې د وخت په تيريدو لا خونړۍ کیږي خو ختميږي نه.

مطلب زياتوي، امریکا په افغانستان کې هر کال ۵۲ ميليارده ډالره په جګړه مصرفوي چې په ترڅ کې يې سلګونه سرتيري وژل کيږي خو د جګړې په ډګر کې لا هم هيڅ بدلون نه ليدل کيږي.

هيومن ايونټ ليکي، په دغه جګړه کې زرګونه اولسي خلک هم وژل کيږي چې له امله يې افغانستان یو بحران سره مخ دی او بايد نوره دغه جګړه ختمه، د سولې خبرې پيل او ژر تر ژره امریکايي ځواکونه له افغانستانه و ايستل شي.

په وروستيو کې امریکايي سياستوال، شنونکي او ډيری پوځي کارپوهان په دې باور دي چې بايد نوره په افغانستان کې جګړه ودرول شي او د امریکايي اولس پيسې په دغه بې ګټې جګړې کې مصرف نه شي.

تر دې مخکې هم ځينو څيړنيزو مرکزونو، مشهورو ورځپاڼو او امریکايي سياستوالو افغانستان کې د امریکا جګړه تاواني بللې او له امریکايي چارواکو يې د خپلو عسکرو د ژر تر ژره را ايستلو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button