هر سړی راشي پوښتنه وکړي خو مرسته نه کوي

راټولوونکی: انجنیر عمیر ویاړ

حضرت بلال رضی الله عنه څخه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه  چې تا نبي  کریم (صلی الله عليه وسلم) په لومړي ځل څنګه ولید؟

بلال رضی اللہ عنه وایي ما د مکې خلک ډیر کم پیژندل۔ ولې چې زه غلام  وم او په عربو کی د غلامانو سره سم سلوک نه کیده۔ د هغوی د استطاعت څخه زیات کار به یې ترې اخیسته ۔نو ماته دومره وخت نه پیدا کیده چې بهر ووځم او د خلکو سره ملاقاتونه وکړم، لهذا ما ته د  حضور پاک یا اسلام یا داسې د کم بل څیز قطعي علم نه وو۔ یو ځل څه وشول چې زما سخته تبه وه ناروغ وم.

 د سختې يخنۍ موسم و او انتهايي يخنۍ او تبې زه ډیر کمزوری کړم ، لهذا ما لحاف واغوست او څملاستم ۔ دلته زما مالک (بادار)راغی او لیدل یې چې زه اوربشې اوړه کووم او که نه هغه زه ولیدم چې لحاف (څادر) مې اغوستی او پروت یم ډیر زیات غصه شو هغه را څخه څادر کش کړ او د سزا په طور یې زما قمیس وويست او زه یی بهر د کوټې مخې ته کښینولم او ویې ویل اوربشې اوړه کړه۔

 اوس سخته يخنیي او تبې ھم نیولی وم او دومره سخت کار  ، ما ژړل او اوربشې مې اوړه کولې۔ لږ وخت وروسته دروازه وټکیده دستک وشو ما ورته د راتلو اجازه وکړه یو انتهایي متین او نوراني مخ والا کس راننووت او ویې ویل ځوانه ولې ژاړې?

ما ورته په ځواب کې وویل ځه خپل کار کوه,  تا ته یې څه چې زه د ھرې وجهې ژاړم دلته د پوښتنې خلک ډیر دي خو د مرستې څوک نشته ۔

لنډه دا چې بلال  حضور  نبی کریم صلی الله علیه وسلم ۔ته کافي سختې خبرې وکړې۔ حضور صلی الله علیه  وسلم دا خبرې واوریدې او ولاړ کله چې روان شو نو بلال وویل بس؟ ما ویل کنه چې پوښتنه ھر څوک کوی خو مدد ھیڅوک نکوي۔۔۔

حضور دا خبرې اوریدې او روان وو ۔۔ بلال وایي په زړه کې مې لږ امید پیدا شوی وو چې دا کس به دې څه مدد وکړي هغه هم ختم شو ۔  لیکن بلال ته څه پته وه چې چا سره د ده اوسنۍ واسطه راغله دا رحمت للعالمین دی۔

بلال وایي لږ  وخت وروسته هغه سړی بیا راغی۔ د ده په یو لاس کې ګرمې   شیدې  وې  او په بل کې کجورې وې۔۔ ده هغه کجورې او شيدې ما ته راکړې او ویې ویل  دا  وسکه او ویده شه۔

ما ورته وویل دا اوربشې به څوک اوړه کوي؟

که اوړه مې نکړې نو مالک به مې سهر ډیر زیات ووهي هغه وویل ته ویده شه دا سهر زما څخه اوړه شوې واخله۔۔

بلال ویده شو او نبي صلی الله عليه وسلم  ټوله شپه د يو حبشي غلام دپاره میچن وچلوله ۔۔

سهر بلال ته اوړه شوې اوربشې ورکړې او ولاړ ۔

دوھمه ورځ ھم ھمداسې شیدې او دوا یې بلال ته ورکړه او ټوله شپه یې میچن اوکړه ۔۔داسې درې ورځې مسلسل یې اوړه کول تر څو چې بلال نه وو روغ شوی۔۔

دا همغه تعارف وو د چا په زړه کې چې لافاني عشق پیدا شو چې نن ھم بلال ته صحابي رسول وروسته اول ورته عاشق رسول وايي۔۔

ده د حضور ص د وصال څخه وروسته اذان کول بند کړل ولې کله به چې په اذان کی ’أَشْہَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللّٰہِ‘  ته رسیده نو د نبي صلی الله عليه وسلم په ياد کې به سلګو ونیو  او په زار وقطار به یې ژړل.

مربوطه مطالب

Back to top button