د اکتوبر اووم: پر افغانستان د امریکايي يرغل په اړه د طالبانو اعلاميه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۵، دوشنبه)

طالبانو پر افغانستان د امریکايانو د یرغل په اړه په خپره کړط اعلامیه کې ويلي، چې امريکا د سپتمبر پيښه بهانه او پر افغانستان يې يرغل وکړ.

طالبانو ويلي، د سپتمبر پيښې نه د افغانستان پورړه اړه لرله او نه هم یاد برید د افغانستان له  خاورې تنظيم شوی ځکه چې هيڅ امکاناتو وجود نه درلود.

اعلاميه کې راغلي: ” امریکايي اشغالګرانو هغه مهال د سپتمبر پيښې بهانه کولې چې تر افغانستان پورې يې هيڅ اړه نه درلوده او نه هم د افغانستان له خاورې څخه د داسې کارونو د تنظیم او تر سره کولو امکانات موجود وو”.

اعلاميه کې راغلي، که څه اسلامي امارت د یادې مسئلې د سوله ييز حل وړانديز وکړ خو امریکا له عقل څخه کار وانخيست او پر افغانستان يې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په اوومه نيټه د خپلو ځينو افغانما غلامانو په مټ ځمکنی او هوايي برید وکړ.

طالبان وايي، دا چې امریکا افغانستان اشغالګر کړی نو افغانانو يې هم پر وړاندې په وسله واله مبارزه لاس پورې کړی چې په وينا يې اتلس کاله د دغه اشغال پوره کيدونکي دي خو دغه جګړه د امریکا لپاره په لوی ناسور بدله شوې، لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې، ميلياردونه ډالره يې مصرف شوي او تر اوسه په هيڅ هدف کې نه دي بریالي شوي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې امريکا په افغانستان کې درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي، حيثيت يې زيانمن او د ناټو په څير ستر نظامي تړون يې هم له شرمندګۍ سره مخ کړی دی.

طالبانو یو ځل بيا په امریکا غږ کړی چې نور فرصتونه له لاسه ورنکړي، د زور او ځواک کارولو بې ګټې لاره پريږدي او د مسائلو د منطقي حل لپاره په واقعي توګه اقدامات وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button