وټساپ خپلو کاروونکو ته پیغام په اتومات ډول له منځه وړو ځانګړنه اضافه کوي

د نړۍ په کچه د پيغام لېږنې تر ټولو مشهوره اداره وټس‌اپ ، داسې ځانګړنه خپلو کاروونکیو ته وړاندې کوي چې وټس‌اپ  پیغامونو په اتومات ډول له منځه ځي.

افشا شوي راپورونه او معلومات ښيي چې وټس‌اپ د پیغامونو د ورکېدو یا په اتومات ډول د له منځه تللو ځانگړنې باندې کار کوي. دغه معلومات د وابیټاانفو وېب پاڼې له لوري چې د وټس‌اپ فعالیتونو باندې نظر ساتي افشا شوي.

د وابیټاانفو د راپور پر بنسټ، وټس‌اپ په داسې یوې ځانگړنې کار کوي، چې په مرسته يې استول شوي یا ترلاسه شوي پیغامونه له ټاکلی وخت وروسته خپله له منځه ځي.

د واټساپ دا ځانګړنه به په وروستي بڼې کې اپډیټ شي، په لومړي سر کې به دا ځانګړنه د واټس اپ په ګروپونو کې عملي شي بیا به شخصي پیغامونه کې وراضافه شي.

دا ځانګړنه به کارونکو په خوښه عملي کیږي د واټساپ په سیټنګ کې کاروونکي کې يې فعالولی او بندولی هم شي، دا ګټوره ځانګړنه هغه خلکو لپاره ډیره ګټه لري چې محرم پیغامونه سره تبادله کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button