لیکوال: امین وردګ
ګیره پرېښوول نه یوازې دا چې محمدي سنت دي، بلکې د (۱۲۴۰۰۰) پیغمرانو سنت هم دي.
د ګیرې په خرېیلو کې څلور واړه مذاهب (د اهل السنة و الجماعه) سره متفق دي؛ چې حرام او بد عمل دی.
په قبضه کې یې لږ غوندې اختلاف موجود دی.
قبض مطلق نیولو ته وایي، ځکه خو ځینې شیعه علماء تر موټي کمې ګیرې ته هم مقبوضه ګیره وایي، اما د جُمهورو علماوو قول او اتفاق په پوره یو موټی ګیرې سره راغلی دی.
ګویا تر یوه موټي کمه ګیره جواز نه لري. مګر ځینې علماء کرام بیا وایي چې نه! بلکل باید لنډه نشي! ځکه نبي کریم (صل الله علیه وآله وسلم) دا امر کړی چې ((برېتونه کم کړئ او ګیرې پرېږدئ!))
د دوی دلیل د (پرېږدئ) لفظ دی. په هر صورت… د سردار عالم ګیره یو موټی پوره وه، مګر قیچي کړې یې نه ده.
نبي کریم (صل الله علیه و آله و سلم) د ګیرې د زینت په هکله فرمایي: ((اللحیة زینت لرجال)) ګیره د نارینه وو لپاره ښایست دی.
ښه نو! اوس به راشو د رجال مانا او اساسي مطلب ته: رجال جمع د رجل ده او مطلق نارینه ته ویل کیږي، اما دلته یوه باریکي شته او هغه دا ده: یو چا د کوچیانو د کېږدۍ خواکې یوې سپینسرې کوچۍ ته غږ کړی ؤ چې؛ وا ترورې! سړي مو کور کې شته؟
هغې ورته ویلي وو: سړي خو دوه ډوله دي ! ته کوم قسم سړي غواړې؟
دا کس حیران شوی! چې دا څه وایي؟
هغې بیا ورته ویلي وو چې: وازویه! یو ډول د ښځو د لنګوال سړي دي او بل د خبرو؛ ته کوم قسم سړي غواړې؟
ده ورته ویلي وو چې: ښه، اوس پوه شوم !
نو زما هغه د خبرو سړي پکار دي، د ښځو د لنګوال والا څه کوم.
مطلب… رجال هغو خلکو ته ویل کیږي؛ چې د مردانګۍ نښې پکې وي! یا په بل عبارت: مېړونه وي.
اګر که! مېړه هم داسې مطلقه لغوي مانا لري لکه رجل! یعنې هر هغه چا ته مېړه ویل کیږي، چې ښځه یې وي، خو دلته هم یوه باریکي شته! لکه چې ځینې وايي: یره هغه فلانی خو ډېر مېړه سړی دی.
فکر مو شو!
نو رجل یا رجال هم داسې مانا لري. یانې ګیره د مېړه سړي سره ښه ښکاري او مېړه سړی بې ګيرې لکه ښځه داسې دی.
مطلب مېړه سړی درته یادوم، نه مطلق سړی! پام مو وي ګورئ! هسې نه چې ښکنځلو ته کش ورکړی.
او اې! تاسو به نو تر اوسه پدې نه وئ پوه، چې هوښیارې، خوږ خولقې، عالمې او مستانه ښځې هم د نرانو ګیرې خوښوي؟
یوازې د وچکالۍ وزې او ډمبکمخې بازارۍ ښځې له ګیرو سره نه دي جوړې، چې هغوی هم له چټل محیط څخه ړوند تقلید کوي او بې علمه دي.
له ډېرو څېړنو وروسته پوهانو ثابته کړه چې؛ ګیرور خلک د ګیرکلو په تناسب (په جنسي لحاظ) قوي دي، ځکه خو غربیانو هم نن ګیرې اوږدې کړې (چې مقلدین یې اوس دلته هم کوټې- کوټې را پیدا شول) اما دوی یې نو بیا پسخندي او د سنتو خلاف جوړوي؛ مګر تاسو به یې وګورئ چې څو کاله وروسته به دا هم ثابته شي چې نه! باید ګیره مکمله په سنتو برابره وي، نو هلته به یې اعجاز او ګټې ثابتې شي.
علماء کرام وایي چې که چا داسې وویل چې ګیره بده ښکاري، نو هغه سړی کافر شو؛ ځکه چې د محمدي سنتو توهین یې وکړ.
بل ځای لیکي چې؛ که یو چا ګیره وخرېیله او بیا آینې ته ودرېد او ویې ویل: اوهو! اوس څومره ښکلی ښکاره شوم؛ نو دغه سړی هم کافر شو.
دوی دلیل دا نیسي چې؛ دلته هم د سنتو اهانت وشو او هم یو حرام کار ښه او حلال و ګڼل شو، نو ځکه سړی کافر کیږي.
اصلي خبره دا ده چې؛ نبي (علیه و آله وسلم) څه ویلي، هغه یې له ځانه نه، بلکې له الله نه موږ ته را نقل کړي دي.
الله پاک فرمایي: ((وما ینطق عن الهوی الا وحیٌ یوحی)) خبرې نه کوي له ځانه، مګر هاغه وایي چې وحیې ورته شوې وي.
مطلب ګیرې مې له رجالو خلکو سره ډېرې خوښیږي، که هغه نور یې کلې کړي هم پروا یې نه لرم؛ مګر پاک او مېړونه یې دې خامخا پرېږدي.
د ګیرې مادي ګټې:
۱- ګیرور خلک له بې ګیرو ښائسته ښکاري، خو په شرط د دې چې ګیرې یې پاکې او په سنتو برابرې وي؛ که یې نه منئ؛ نو دوه کسه څنګ په څنګ و دروئ او انځور یې واخلئ.
۲- خلک یې دومره احترام کوي چې په بسونو کې څوکۍ لا ورته خوشې کیږي.
۳- که دی هر څومره بد هم وي، خلک د ښه سړي په سترګه ورته ګوري.
۴- هر بد عمل ته چې مخ کړي، له خپلې ګیرې وشرمیږي، نو بیا هغه عمل پرېږدي او نه یې کوي.
۵- په مجلسونو کې په هسکه غاړه دیني ویناوې کولای شي.
ګټې یې بیخي ډېرې دي او تاوان قطاً نشته پکې؛ نو ګیرې پرېږدئ؛ ګټه یې ستاسو، تاوان یې زما.
یو څو پوښتنې !
آیا لا تر اوسه مو په کوم ممبر باندې ګیر خرېیلی سړی لیدلی؛ چې د الله دین خلکو ته بیانوي؟
آیا کوم ستر تاریخي کس پېژنئ؛ چې ګیرکلی وي؟
آیا کوم نبي، یا صحابي راته ښودلای شئ؛ چې ګیره به یې خرېیله؟
مطلب هغوی ټول رجال او مېړونه وو؛ ځکه یې ګیرې لرلې.
او اې! موږ دا نه وایو چې ټول ګیرور خلک حتمي رجال او سړي دي (ځکه چې د ګیرو شاته هم ډېر پلیت مخونه شته؛ هغوی د خپلو شومو اهدافو لپاره له ګیرې کار اخلي) بلکې موږ دا وایو چې ټول رجال او مردان خلک حتمي ګیرو والا وو، دي او وي به ان شاءالله.
الله پاکه! له هغو نارینه وو نه مو حساب کړه؛ چې سردار د عالم یې ((رجال)) بولي او د مردانګۍ آثار پکې ویني.


















