ټاکنو کمېسیون: د رایې شمېرنې بهیر ټکنی دی، دتلې تر ۲۷ مې دلومړنیو پایلو اعلان ناشونی دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ تله ، ۱۳۹۸ل)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله یوځل بیا د رایې شمېرنې د ټکني بهیر له امله دلومړنیو پایلو د اعلان له ځنډ څخه خبر ورکړی دی.

عبدالله وایي، که له بایومټریک دستګاوو سیسټم ته د معلوماتو د لېږد بهیر په همدې بڼه روان وي، پر ټاکلې نېټه د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ناشونی دی.

نوموړي زیاته کړې، له ۲۶ زره او ۵۶۸ محلونو څخه تر اوسه پورې د ۲۲ زره او ۴۰۰ دستګاوو لومړني معلومات او د ۱۴ زره دستګاوو وروستي معلومات د کمېسیون سرور ته انتقال شوي.

دعبدالله په خبره، که د رایې شمېرنې بهیر په همدې توګه ټکنی روان وي نو فکر نه کوي چې له ټاکلي مهالوېش سره سم دې د تلې میاشتې په ۲۷مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو کمیسیون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ هغه یې د لړم (عقرب) میاشتې په ۱۶مه نېټه اعلانېږي.

د رایې شمېرنې بهیر کې سستیا، ددستګاوو نادرکۍ او نوماندانو ترمنځ شدید اختلاف هغه څه دي چې په اړه یې ژورې اندیښنې موجودې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button