طالبان: هلمند کې د القاعده کوم مشر نه دی وژل شوی؛ یوازې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۷، چهارشنبه)
پرون د ملي يووالي حکومت د دفاع وزارت او ملي امنيت ادارې ادعا وکړه چې د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د تيرې مياشتې به عملياتو کې يې د القاعده ډلې یو مهم مشر وژلی خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
ملي امنیت وايي، د عاصم عمر په نوم د القاعده ډلې مشر له څو نورو پاکستانيانو سره د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د عملياتو او بمبار پر مهال وژل شوی دی.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې د کابل ادارې چارواکو ادعا رد کړې وايي، په عملیاتو کې يوازې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي: ” موږ د کابل د چارواکو دغه ادعا په کلکه ردوو او د دښمن د دروغجنو تبلیغاتو یوه برخه یې بولو”.
د احمدي په وينا، په موسی کلا کې یوازې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د واده د ګډونوالو په شمول لسګونه تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي و.
طالبانو یاده پيښه جنايت بللی په خبره يې (دښمن هڅه کوي چې په دغه وړ ادعاوو سره په خپل هغه جنایت پرده واچوي چې په موسی کلا کې یې ترسره کړی دی).
د ګډ حکومت امنیتي ادارې په داسې حال کې په یاده پيښه کې د القاعده مشر د وژنې ادعا کوي چې هغه مهال د هلمند د ولايتي شورا غړي عبدالمجيد اخندزاده ويلي و چې ګډو ځواکونو د واده مراسم بمبار کړي چې په ترڅ کې تر څلويښتو پورې ملکي وګړو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، مرګ ژوبله اړولې ده.



