د ماڼیو ودانول مهم دي که د روغتونونو؟؟؟

ډاکټر یوسف اکبري
جمهوریت ډېر ارزښت لري که اسلامیت؟؟؟ د ماڼیو ودانول مهم دي که د روغتونونو؟؟؟
بې منطقه متفکر د ملت د تېروبستلو لپاره پر نورو حربو برسېره د څه مودې راهېسې د خپلو بادارانو په اشاره او مالي ملاتړ د ځېنو داسې ودانیو ابادول پیل کړي څو د ساده لوحو خلکو پام ځان ته واړوی او د خلکو له زړونو څخه د ده د هټلري ډوله مظالمو او وژنو له کبله پیدا شوې کرکه او نفرت وباسي حال دا چې ویښ افغانان د ده دغه شیطانی حرکتونه په ښه توګه تشخیصولای او تحلیلولای شی او درک کوي چې بې منطقه غنی ولې دا ډول بې منطقه کړنو ته لاس اچولې؟
پر ځای د دې چې خلکو ته معیاري روغتونونه ودان کړی څو هند او پاکستان ته د درملنې لپاره په تلو نور ونه کړېږي او نه نور بې ځایه مصارف وکړي بې منطقه متفکر لګیا دی ملیونونه افغانۍ په داسې بیهوده ودانیو مصرفوی چې څلويښت جنګ ځپلو خلکو ته یې یوه ذره ګټه هم نشته.
له بل پلوه چې ګورو په هره وینا کې د اسلامیت او مسلمانۍ ادعاګانې هم کوي کله وایي سیرة النبی ص مې لوستلی او کله بیا وایي چې د پاکستان په پنځو مدرسو کې مې سبق ویلی خو بیا لیدل کیږي چې په شد او مد سره له جمهوریت او دموکراسۍ چې په اصل کې له څرکندې بې دېنۍ ټینګه دفاع کوي او وایي چې د جمهوریت په خاطر له هر څه تېر دی آن له خپل سر نه او آن له اسلامه ځکه که له اسلامه تېر نه وای هیڅکله به یې دا ډول د شریعت ضد څرګندونې نه کولې حال دا چې باداران یې د خلکو د غولولو لپاره د نړۍ داسې دوهم متفکر بولي چې لومړی متفکر لا ندی پیدا شوی او طرفداران یې بیا په ړندو سترګو متفکر بولی ځکه چې د بادارانو په تقلید روان دي او سره له دي چې په غړیدلو وینی چې غیر منطقی کړنې تر سره کوې او غیر شرعي او غیر منطقي څرګندونې هم کوي او بې ګناه ماشومان او ښځې هم هره ورځ په ډېرې بې دردۍ وژني او هیڅ ډول پروا یې هم نلری



