کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له سعودي سره د خبرو په اړه ویلي چې دا هیواد دې لومړی وینه تویدنه بنده کړي.
جواد ظریف د ملي شورا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې سعودي دې په سیمه کې د پوځي تحرکاتو نه لاس پر سر شي او د سولییز حل غوښتونکي دې شي.
دی وایي که سعودي دا کار وکړی نو تهران تیار دی چې د مذاکراتو میز ته ورسره حاضر شي.
ظریف دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز راپور خپور کړی وو چې ولیعهد محمد بن سلمان د ایران او سعودي په مسئله کې له پاکستان او عراق څخه د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه.
نیویارک ټایمز ویلي وو چې د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ هم بې باوري رامنځته شوې نو محمد بن سلمان خپله غواړي چې د ایران سره اړېکې ښې کړي.
محمد بن سلمان د نیویارک ټایمز دغه راپور رد کړ او زیاته کړې یې وه چې ما نه، بلکې د پاکستان او عراق چارواکو وړاندیز وکړ چې موږ منځګړیتوب ته تیار یو.


















