له آلمان څخه ايستل شوي ۴۴ تنه کابل ته راورسيدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۷، چهارشنبه)

ألمان يو ځل بيا له خپل هيواد څخه لسګونه افغان پناه غوښتونکي له خپل هيواده ايستلي چې د کابل هوايي ډګر ته رسيدلي دي.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر مسؤولین وايي، د  ألمان حکومت نن د تلې مياشتې په ۱۷ نيټه څلورڅلويښت افغان پناه غوښتونکي له خپل هیواده و ايستل.

چارواکي وايي، دا هغه افغانان دي چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنه رد شوې ده.

په وروستيو کې سلګونه زره افغانانو په افغانستان کې د بې کارۍ، فقر او نا امنیو له کبله اروپايي او نورو هيوادونو ته مخه کړې چې ډيری يې په قاچاقي سختو لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.

المان د ۲۰۱۶م کال راهيسې په اته ويشت پروازونو کې افغانستان ته تر اوسه ۷۲۰ هغه افغانان بيرته رالیږلي چې هغه هيواد کې يې د پناه غوښتنه رد شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button