« سرليکنه »
دواړو ډاکټرانو؛ اشرف غني او عبدالله ، چې د جان کيري په منځګړتوب پرسياسي حکومت جوړلو رضا شول ، ورسره يې دا ژمنه هم وکړه ، چې د سياسي بدلون په موخه به لويه جرګه هم وغواړي.
دا دی د ۱۳۹۵کال په پوره کېدو سره د ملي يوالي حکومت دوه کلن کېږي، که اشرف غني وايي ، چې تريوه کال پورې مو د حکومت جوړونې پر سر ناندرې وهلې ؛ خو د منل شوي حکومت هم ترکال زيات وخت وشو ، چې نه يې په اقتصادي لحاظ هېواد په خپلو پښو ودراوه او نه يې جګړه په سوله بدله کړه.
د دې نه راڅرګنده شوه ، چې د ملي يوالي حکومت ډاکټرانو په سياسي روغه کې خپلې ګټې خوندي وساتلې ؛ خو ولس ته يې هېڅ په لاس ورنکړل . دواړو د خپلو ژمنو او وعدو پر خلاف د ولس سره هغه سلوک پېل کړی ، چې د مخه ورسره نورو واکمنو نه و کړی.
څه موده د مخه ، چې د څو جهادي اشخاصو لخوا د حراست او ثبات په نامه شورا جوړه شوې وه بيا يې غونډه وکړه او د ملي يوالي له حکومته يې وغوښتل ، چې که تاسې دوه ډاکټران لويه جرګه نشئ راغوښتلی؛ مونږ (شورا) به يې راوغواړو .
د حراست اوثبات په نامه ګوند کې، چې مشري يې استاد عبدالرب رسول سياف کوي يو شمېرهغه پخواني جهادي اشخاص راغونډ شوي دي ، چې ولس ترې ښه خاطره نه لري او نه يې د ولس لپاره کوم د خير قدم پورته کړی دی.
دا شورا په افغانستان کې تخصصي صدارتي نظام غواړي ، که څه هم د دې شورا غړي د موجوده حکومت پرخلاف د دوی هلې ځلې ر دوي ؛ خو له غوښتنو يې داسې څرګندېږ ي چې د موجوده حکومت د بديل لپاره لارې چارې ګوري او تروخت د مخه د يوبل نظام چې دوی پکې بيا ورځای کړل شي په جوړولو سره په خپلو کې مشورې کوي .
له بلې خوا د افغان ملت د ګوند يو مشر احدي د ملي يوالي له حکومته غوښتي، چې د نظام د مشروعيت لپاره دی له وخت وړاندې ټاکنې وکړي . د افغان ملت ګوند چې د اختلافاتو له امله په درې برخو ويشل شوی دی ، مشر احدي يې د څلورم ګوند (نوي ملي جبهې) مشري هم په غاړه اخيستې ده . احدي وايي: افغان ولس پرملي يوالي حکومت بې باوره دی دا حکومت نه مشروعيت لري او نه کاري کفايت .
پکار ده ، چې ټول ولس د ملي يوالي له حکومته د وخت څخه د مخه د ټاکنو غوښتنه وکړي د حراست او ثبات د پخوانيو جهادي اشخاصو او ترڅنګ يې په درې برخو ويشل شوي افغان ملت ګوند د يو مشر احدي له يناو څخه دا څرګندېږي ، چې دوی د ملي يوالي په حکومت کې ځای نه لري، هرډول کمزوريو او ناکاميو ته به يې ګوته نيسي.
په تېره دوره کې چې د کرزي دوره ورته ويل کېږي همدا ستونزې وې ؛ خو چې دا صاحبان پکې ځای شوي وو ، هغه وخت يې دا اواز نه پورته کاوه ، چې ولس پرحکومت بې باوره دی .
موږ دا منو چې ولس پرملي يوالي حکومت بې باوره دی ؛ خو د حراست اوثبات … همدا نن د دې ګوند او اعتراض کونکو مشرانو ته د دوی د خوښې پوستونه ورکړل شول ، بيا به د ولس لپاره هېڅ ډول غږ نه پورته کوي ؛ خو ولس په دې پوهه دې ، چې له دې حکومته نه د اصلاحاتو اونه د باور تمه کيدونکې ده .

