کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
روسیې له سوریې څخه دامریکایي ځواکونو له وتلو او ترکیې د عملیاتو له پیل وروسته ویلي چې ددې ټولو ناخوالو مسئولیت دامریکا پر غاړه دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په سوریه کې د ترکي پوځیانو له لوري د نظامي عملیاتو مسوول امریکا ده.
د هغه په خبره، امریکا په یاده سیمه کې دې ته زمینه برابره کړې ده څو هلته د نظامي عملیاتو اړتیا پیدا شي.
نوموړي د روان وضعیت د کنټرول لپاره د دمشق او کردیانو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
لاوروف زیاته کړې، دوی د ترکیې له لوري د خپل امنیت ساتلو په موخه په یاده سیمه کې د عملیاتو ملاتړ کوي خو ټینګار کوي چې دا مسئله باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
هغه ویلي، دوی د سوریې د وضعیت په اړه له ترکي ځواکونو سره په اړیکه کې دي او ټول حالات له نږدې څاري.
ترکي پوځ تېره ورځ سوریه کې دکردانو پر وړاندې سخت نظامي عملیات پیل کړل چې دامریکا غوسه یې راوپاروله، اوترکیې ته یې ګواښ وکړ چې اقتصاد به یې فلج کړي.

















