کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د نړیوالو اړیکو مشر کاترین برون وایي، ۴۳ سلنه امریکایان افغانستان کې دامریکا روانه خونړۍ جګړه تېروتنه بولي او له دې مبهمې مبارزې خلاصون غواړي.
کاترین برون زیاتوي، دا مریکایان په دې باور دي چې په افغانستان کې د دې هېواد جګړه تېروتنه او له خپل اقتصاد سره لوبه ده.
کاترین دغه راز ویلي، په ورته وخت کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې ۳۳ سلنه افغانانو باور درلود چې افغانستان په سم لوري روان دی خو امریکا لا هم په دې هېواد کې خپلې جګړې ته دوام ورکړی.
هغه زیاته کړې، په دې هېواد کې د بهرنیو پوځیانو له حضور سره سره افغان نظامیان ډېره قرباني ورکوي خو لاهم دقربانیو ثمرات نه تر سترګو کېږي.
دې امریکایي سیاستوال زیاته کړې، په افغانستان کې د روانو ناخوالو یوازینی حل خبرې دي او که چېرته دا ځل له امریکا سره د طالبانو د سولې خبرې بیا پیلېږي نو افغان حکومت باید د تېر په څېر څنډې ته پاتې نه شي.
تر دې وړاندې هم ډېری امریکایي ورځپاڼو او سیاسیونو افغان جګړه یوه تېروتنه او د ویتنام د ناکامې جګړې تکرار یاد کړی، او له دې قضیې یې دخلاصون سپارښتنې کړې وې.
















