د یو شخص پیژندل خاص کر د مجرمینو دا کار پخوا ډیر سخت وه خو د وخت په تېریدلو سره په لومړي ځل په ۱۸۵۸ میلادي کې برتانوي عسکرو مشر سرولیم جیمز د هند جونګیپور ایالت د هوګی ولسوال سره په قرارداد د لاس ګوتې ولګولې تر دې وروسته د یو شخص پیژندنه د لاس د ګوتو د نښان نه معلومیده خو د وخت په تېریدو سره نور پرمختګ هم وشو چې انسان د سترګو له لارې هم پیژندل کیده خو اوس په چین کې د ميلکس په نوم یوې کمپنۍ داسې اله جوړه کړې چې په مرسته یې د لاس له رګونو انسان پېژندل کېږي او د هر ډول تېروتنې مخه پکې نیول شوې ده.
د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د اییرویو په نوم دا اله د انسان په لاس کې ټول کوچني او غټ رګونه سکين کوي او له همدې لارې یې پېژندنه کوي.
د دې الې یوه ځانګړنه دا ده چې د سکین پر مهال دومره وخت ته اړتیا نه لري، یوازې د یوې ثانیې په درېیمه برخه کې مطلوب کس در پېژني، لنډه دا چې اوس یو شخص د هغه له عکس، ګوتې ، سترګو او اوس به د رګونو له لارې هم پیژندل کیږي.

















