ديپلومات خپرونه: طالب استازو سره په نړیواله کچه د حکومت په حيث چلند کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۰، شنبه)
پاکستانۍ ديپلومات خپرونې د سیمې هيوادونو ته د طالب استازو د وروستيو سفرونو په اړه لیکي، چې دغه سفرونه او له هغوی تود هرکلی په سياسي ډګر کې د طالبانو د پياړتيا نښه ده.
ديپلومات په مطلب کې د طالبانو د مسکو، بيجينګ، تهران او پاکستان سفر ته اشاره شوې چې په وینا يې یاده ډله په سياسي ډګر کې فعاله شوې او د ټولو پام يې ځانته اړولی دی.
سرچينه زياتوي، په یادو هيوادونو کې د طالبانو څخه تود هرکلی د دې مانا لري چې هغوی سره په نړيواله کچه د یوه حکومت په حيث چلند کيږي، په دې معنا چې د افغان حکومت د یوه موازي حکومت سره يې پرتله کوي او طالبان هم د افغانستان د مسائلو په تړاو خبرې کوي.
ديپلومات ليکي، طالبان اوس یوازې افغانستان پورې محدود نه دي بلکې د سیمې په کچه يې باور ترلاسه کړی او یو شمير هيوادونو يې له دريځ څخه ملاتړ هم کړي دی.
په وروستيو کې د طالبانو استازو روسيې، ازبکستان، ايران او پاکستان ته سفرونه وکړل چې د هغه هیوادونو د چارواکو او ديپلوماتانو له خوا يې تود هرکلي وشول، چې د ګډ حکومت له غبرګونونو او د ارګ او بهرنيو چارو وزارت تر منځ رسنيزې ناندرې هم پيل شوې.



