دولتي ځواکونو د خلاصون لارې شورا پر دفتر چاپه اچولې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۰، شنبه)
د پخواني طالب چارواکي سيد اکبر اغا تر مشرۍ لاندې د خلاصون لارې د شورا پر دفتر دولتي ځواکونو چاپه اچولې او د يادې شورا ځینې غړي يې له ځان سره وړي دي.
اکبر اغا په کابل کې د خلاصون لارې شورا پر دفتر چاپه اچول د سولې دښمنانو (حکومتي چارواکو) کار بللی په وينا يې چې تر دې مخکې يې هم پر دفتر د دولتي ځواکونو له لوري چاپې اچول شوي چې بيا يې په عذر کې ورته ويل شوي چې دوی په ناخبرۍ پر یاد دفتر عمليات کړي.
نوموړی وايي، هر ځل يې چې پر دفتر چاپه اچول کيږي، پنځوس- شپيته موټر راځي، دفتر پلټي او د یادې شورا ځینې غړي له ځان سره وړي، وروسه بيا په دې پلمه چې ګوندې دوی غلط شوي عذرونه کوي او نيول شوي کسان خوشې کړي.
اکبر اغا وايي، نور له دغه حالته تنګ راغلی او که حکومت ترې کومه غوښتنه لري نو بايد ور ويې غواړي څو مشکل يې حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جُمې ورځې تر ماسپښین لمانځه وروسته په کابل کې پر ليکوال، شنونکي او د سولې پر فعال نظر محمد مطئن هم وسله وال برید ترسره شو.
مطمئن پر خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکلي، چې د ډزو پر مهال د پيښې ځای ته نږدې د ملي امنيت دو ساتونکو هم شتون درلود چې په وينا يې ده ورته ويلي و چې بريدګر تښتي خو هغوی يې یوازې ننداره کوله.
د شنونکو په باور ورته ډول بريدنه او د سولې فعالانو تنګول د استخباراتي او په ځانګړي ډول د کابل د ملي امنيت ادارې له خوا ترسره کيږي څو د سولې غږونه خپ کړي.



