امريکايي پوځ وايي؛ سوریه کې پرې د ترکي ځواکونو له خوا بریدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۰، شنبه)
د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د سوريې په شمال کې يې ځواکونه د ترکي پوځیانو د بريدونو لاندې راغلې دي.
د دفاع وزارت (پنټاګون) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بريدونه پرون ماښام د سوريې کوباني ښارګوټي ته څېرمه پر داسې یو ځای شوي چې هلته امریکايي ځواکونه ميشت و.
پنټاګون ويلي، چې ترکي پوځ ته معلومه وه چې هلته امریکايي ځانګړي ځواکونه ميشت دي خو بيا يې هم پرې توپچي بريدونه کړي دي.
تر اوسه په دغه بریدونو کې امریکايي پوځ ته د اوښتو تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
څه موده مخکې امریکا د ترکيې له شماله د خپلو پوځيانو د ايستلو لړۍ پيل کړه چې ورسره سم ترکيې هم پر پوله د کردي وسله والو پر ضد د عملياتو د اعلان خبر ورکړ.
ترکيه په سیمه کې کردي وسله وال (ترهګر) بولي او حکومت يې خپل هيواد ته د دغه وسله والو شتون ګواښ بولي ځکه يې پر وړاندې عمليات پيل کړي.
خو امریکا د کردانو پرضد د ترکيې د يادو عملياتو سره مخالفت ښودلی وايي، که ترکيه په سیمه کې د کردي وسله والو پرضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي نو پر وړاندې به يې سخت ګامونه واخيستل شي.
خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې د سوريې د عملياتو په اړه د ګواښونو پروا نه لري او د سوريې په شمال کې به د (ترهګرو) پرضد عمليات جاري وساتي.
اردوغان پرون د جمعې په ورځ په يوه بيان کې وويل، چې په سوریه کې به تر ۳۲ کيلومترو پورې عمليات مخته وړي په وینا يې له ښي او چپ خوا ورته ګواښونه کيږي چې پرمختګ مه کوئ خو زياتوي ولسمشر ټرمپ ته يې ويلي و چې د يادو ډلو مخه ونيسي خو هغه داسې ونه کړل.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې که ترکيه د کردي وسله والو پرضد عمليات پيل کړي نو هغه هيواد به له سختو اقتصادو بنديزونو سره مخ او اقتصاد به يې ویجاړ کړي.
تر دې مخکې امریکايي او کردي ځواکونو په سیمه کې په ګډه د داعش ضد عملیات مخته وړل او امریکا د کردي وسله والو ملاتړ کاوه.



