دفوټبال فدراسیون بل چارواکی هم دجنسي ځورونو په جرم پنځه کلن بندیز سره مخ شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني سکرتر جنرال د پنځه کلونو لپاره له بندیزونو وروسته یو بل چارواکی هم دیاد جرم په وجه له فعالیت منعه اوپنځه کلن بندیز سره مخ کړی دی.
دې ادارې پر علي رضا اقازاده وروسته له هغه بندیز لګولی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له هغه د جنسي ځورونو شکایتونو ثبت کړي دي او نوموړی یې په مکرر ډول په دې متهم کړی دی.
فیفا په یوه اعلامیه کې ویلي، اقازاده یې تر پنځه کلونو د فوټبال په هر ډول فعالیت کې له برخې اخېستو محروم کړی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون د روان میلادي کال په جون میاشت کې د فوټبال د فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم هم د جنسي ځورونو په تور پړ وباله، د فوټبال لوبې په برخه کې یې له فعالیته د تل لپاره محروم کړ او شاوخوا یو میلیون ډالره جریمه شو.
د اوسني دولت پر مختلفو ارګانونو کې دجنسي ځورونو پیښې نوې نه دي، نږدې درې میاشتې وړاندې دولسمشر مشاور جنرال حبیب الله احمدزي هم ارګ دجنسي اړیکو مرکز وباله چې دسیمې او نړۍ غبرګونونه یې راوپارول.



