کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
ایران دسعودي په سواحلو کې دنامعلومو بریدګرو له لوري دتېلو په بېړۍ برید کونکي بریدګر ګواښلي او دسخت انتقام ګواښ یې ورته کړی دی.
د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني زیاته کړې، سره سمندر کې د یاد هېواد پر بېړی شوی برید، سمندري راهزني ده او تهران به د دې برید پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
شمخاني دا برید د سیمې امنیت ته ګواښ یاد کړی او ویلي یې دي چې بې ځوابه یې نه پرېږدي.
په ورته وخت کې د ایران د ولسمشر ویاند علي ربیعي ویلي، دا برید چې هر چا کړی دی ستره تېروتنه یې کړې او دوی په پوره جدیت د دې مسئلې څېړنه کوي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې ددې بزدلانه برید طراحان دې بالمثل ځواب ته منتظر اوسي.
ایران لاهم په مشخص ډول کوم هېواد ته ګوته نه ده نیولې، خو دې وروستیو کې دایران او سعودي ترمنځ کړکېچ پراخ شوی او هر یو د دغسې بریدونو پړه پر بل اچوي.
















