کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو نن شنبه دكابل کوټه سنګي كې د وردگو ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال ترور كړی دی.
طالبانو یاد ولسوال رازمحمد وزيري نن مازديگر د كابل ښار په باامنه سیمه کوټه سنگي په گولایي دواخانه سيمه كې په خپل موټر کې وژلی دی.
دبرید مسئولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی او دایې دخپل چریکي ګروپ کامیات عملیات یاد کړي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي《 نن مازدیګر د کابل ښار کوټه سنګي سیمه کې د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ ولسوال (رازمحمد) د مجاهدینو په چریکي برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالوپه سزا ورسید》.
داپه داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم کابل ښار کې ددولت لوړ پوړي نظامي او غیر نظامي مامورین دطالبانو د برید هدف ګرځېدلي دي، نږدې دوه میاشتې وړاندې کابل کې یوشمېر پوستې هم دطالبانو له لوري سقوط شوې.

















