(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۱، یکشنبه)
د امریکا په نيويارک ښار کې چې د متحده ايالاتو تر ټولو امن ښار بلل کيږي وسله وال برید اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د نيويارک پوليس وايي، بريد د بروکلین سيمې په يوه کلپ کې ترسره شوی چې څلور تنه پکې وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
پولیس وايي، په پېښه کې د ټپيان روغتيايي وضعيت هم ښه نه دی.
تر اوسه د دغه برید لامل نه دی په ډاګه شوی خو پوليس وايي، په اړه يې څيړنې پيل کړي دي.
د امریکا په بيلابيلو ايالتونو کې وخت ناوخت وسله وال بریدونه ترسره کيږي چې وروستی يې په تکساز کې و او دوويشت کسان پکې ووژل شول.
په امریکا کې د وسله والو بريدونو ډيريدو له امله عام امریکايي وګړي اندېښمن دي او د وسلو په دغه هيواد کې د وسلو پر خرڅلاو باندې د بنديزونو لګول په سياسي بحثونو بدل شوي دي.

















