(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۱، یکشنبه)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بيا د امریکا د اوږدو جګړو د ختمولو خبره کړې او په خپل ټويټر اکاونټ يې ليکلي، د دې وخت رارسيدلی چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ختمې کړي.
ټرمپ د افغانستان نوم یاد نه کړ خو دا مهال د امریکا د تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې روانه ده چې اتلس کاله يې پوره کيدونکي دي او ډيری امریکايان له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستل او د دغه جګړې ختمول غواړي.
ټرمپ وړمه ورځ د ولسمشرۍ انتخاباتي غونډې کې هم ویلي و چې له افغانستانه به خپل سرتيري اوباسي.
تر اوسه د امریکا د ولسمشر په يادو څرګندونو ډیر باور ځکه نه شي کيدای چې د شنونکو په باور د نوموړي دغه څرګندونې کمپایني بڼه لري چې غواړي راتلونکو ټاکنو لپاره له خلکو رايه ترلاسه کړي.
امریکا له طالبانو سره هم د تير یوه کال راهيسې د امریکايي ځواکونو د وتلو او ځينو نورو مسائلو په اړه مذاکرات روان کړي و چې په وروستي پړاو کې د ټرمپ له لوري په دې بهانه لغوه کړای شول چې ګواکې په کابل کې د طالبانو په یوه برید امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

















