زابل: طالبانو د دایچوپان ولسوالۍ ونیوله

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۱تله، ۱۳۹۸)

د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولیدلې ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې یاده ولسوالۍ یې د ټولو ملحقاتو سره نیولې ده.

احمدي لیکلي: “‏‎د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ سره له ټولوملحاتو په مکمله توګه د اسلامي امارت دمجاهدینو په لاس فتحه شوه
جزئیات وروسته”

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د دایچوپان ولسوالۍ له ډیره وخته د طالبانو تر محاصرې لاندې وه چې نن یې د نیولو ادعا وکړه.

طالبانو په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خپلو بریدونو ته سخت زور ورکړی او ګڼې ولسوالۍ یې له حکومته نیولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button