کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۱تله، ۱۳۹۸)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هیواد لومړی وزیر عمران خان ایران ته په یوه رسمي سفر تللی دی.
عمران خان به هلته د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي او د کوربه هیواد له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري او د سیمې په روانو حالاتو به بحث سره وکړي.
عمران خان تر دې وړاندې په چین کې وو او له هغه وروسته په داسې وخت کې ایران ته سفر کوي چې ویل کیږي د سعودي او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.
د راپورونو پر اساس چې سعودي ولیهعد محمد بن سلمان له پاکستاني او عراقي چارواکو غوښتنه کړې چې د ایران او سعودي ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
محمد بن سلمان دغه راپورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې پاکستاني او عراقي چارواکو ورته وړاندیز کړی چې د سعودي او ایران ترمنځ منځګړیتوب کوي.
خو اوس په سیمه کې د پاکستان له تحرکاتو داسې ښکاري چې دا هیواد د ایران او سعودي د اړیکو د جوړولو په هڅه کې دی.
















