کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۱تله، ۱۳۹۸)
سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دې هیواد ته د ۳ زره نورو امریکایي سرتیرو په ورتګ خوښي څرګنده کړې او د دوی هرکلی یې کړی دی.
د عربي رسنیو له قوله چې محمد بن سلمان د نورو امریکایي عسکرو ورتګ مثبت بللی او زیاته کړې یې ده چې دا به په سیمه کې امنیت او ثبات خوندي کړي.
تر دې وړاندې هم زیات شمیر اضافه امریکایي عسکر سعودي ته راغلي وو.
سعودي ته د دغو تازه دمو ۳زره امریکایي عسکرو ورتګ په داسې حال کې دی چې په سیمه کې د سعودي او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په سعودي کې د تیلو پر چڼځایونو له برید وروسته امریکا او سعودي په سیمه کې د سرتیرو د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده.
سعودي او امریکا د تیلو پر مرکزونو برید د ایران کار بولي خو ایران یې بیا ردوي.
















