وال سټریټ ژورنال: امریکا هڅه کوي چې طالبانو سره په ټپه ولاړ مذاکرات بیا پیل کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ تله ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا معتبرې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د اکټوبر پر ۱۳ لیکلي چې امریکايي چارواکي لګیا دي ترڅو د سولې خبرې اترې بېرته پیل کاندي.

ورځپاڼه زیاتوي، زلمي خلیلزاد د سپټمبر په میاشت کي د بین المللي دیپلوماتانو سره پدې اړه په نیویارک او نورو ښارونو کې خبرې کړې وې،‌ او وروسته يې په پاکستان کي د طالب چارواکو سره هم وکتل.

خلیلزاد غوښتل څو له یوې خوا د اعتماد فضا را منځته کړي، او له بلې خوا د بنديانو د تبادلې لپاره لاره پرانیزي، تر ممکن حده پوري تشدد راکم کړي، او د خبرو د بیا شروع کولو لپاره زمینه برابره کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، ټرمپ تېره هفته په یوه کمپایني وینا کيې وویل،«په تاریخ کي زموږ تر ټولو لویه اشتباه دا وه چي په یوه باتلاق کي راګیر سو. خو موږ به خپل عسکر راوباسو. موږ به یوه ښه موافقه تر لاسه کړو.»

وال سټریټ ژورنال علاوه کوي، د تشدد د راکمولو ماډل به د تېر اختر د ورځو اوربند وي. دغه راز، امریکایي او طالب مرکچیانو د انس حقاني د خوشې کولو او تبادله کولو پر موضوع باندې هم بحثونه کړيدي. انس حقاني به د یو امریکایي او یو اسټرلیايي پروفیسور په بدل کي آزاد سي.

د بندیانو د آزادولو سلسله هله پیل سوه چي طالبانو درې هندي انجینران آزاد کړل، او آمریکایانو څو تنه طالب قومندانان او مشهور نظامي مسئولین له بګرام څخه خوشي کړل.

بلې خوا بیا د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی خاص استازی ښاغلی ولسن وايي د ټرمپ لخوا د سولي د خبرو کېنسلول یوه بده مفکوره وه.‌ «په افغانستان کي بنیادي شرایط نه دي بدل سوي. اوس هم یو بن بست موجود دی، نو لهذا دواړه خواووي خبرو کولو ته اړتیا لري.»

مربوطه مطالب

Back to top button