کردي جنګیالیو د ۷۵ ترکي ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۲تله، ۱۳۹۸)
کردي ځواکونو د سوریې په رأس العین ښار کې د ۷۵ ترکي ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده.
له تیرو څو ورځو راهیسي ترکیې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو په خلاف پراخ عملیات شروع کړي دي.
قسد ځواکونه چې ډیری یې کرد وسلوال دي، ادعا کوي چې د رأس العین په یوه سیمه کې یې ترکي ځواکونه وروسته له هغه په نښه کړل چې په دوی یې پراخ هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل.
د کردانو د ادعا له مخې، ترکي پوځیانو په یوه کنده کې ارام کولو چې د دوی وسلوالو پرې برید وکړ او ۷۵ تنه یې پکې ووژل.
ترکیې تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
کردي ځواکونه دغه ادعا په داسې وخت کې کوي چې ترکي پوځیانو دوه ورځې وړاندې د رأس العین ښار د بشپړ نیولو خبر ورکړی وو.
د یادونې وړ ده چې د ترکیې یاد عملیاتو د دې هیواد او امریکا اړیکې سره خړې پړې کړي دي.
امریکا کرد ځواکونه د ځان ملاتړي ګڼي خو ترکیه یې د ځان لپاره خطر بولي.



