کرزی: دولسي وګړو په کورونو هوایي بریدونه ستر بشري جنایت دی
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې هوایي عملیات چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلي دي.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکي وګړو ته زیان رسېږي بشري جنایت دی او باید وغندل شي.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي یو ځل بیا د دې ډول بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده او په هېواد کې یې د سراسري سولې ټینګښت لپاره د سولې خبرو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.
کرزي دبدخشان په ګډون مختفلو ولایاتو کې وروستۍ ړندې بمبارۍ دملت پر وړاندې ستر جنګي جنایت بللی، او دواړه خواوې یې دتلپاتې سولې لپاره دمذاکراتو بیاپیل ته رابللي دي.



