کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
برتانوی سیاسي مبصر سیمون جینکینس د اکټوبر پر ۱۴ په ګارډین کي لیکلي، د جمهور رئیس ټرمپ دا فیصله چي له سوریې څخه امریکايي عسکر راوباسي درسته ده خو هغه باید له افغانستان او عراقه هم خپل عسکر راوباسي.
ښاغلی جینکینس زیاتوي، په خارجي ملکونو کې د امریکا نظامي مداخله یوه ستره فاجعه ده، جمهوررئیس اوباما هم غوښتل چي له عراق او په مجموع کي له منځني ختیځ څخه امریکايي عسکر راوباسي، خو هغه پدې برخه کي د امریکا د جنګي ماشین له مقاومت سره مخامخ سو.
اوس ټرمپ غواړي چي له منځني ختیځ څخه امریکايي عسکر وباسي، مګر ټرمپ دې برخه کي ضد او نقیض خبرې کړي دی، او خپل هدف يې خپله مغشوش کړی دی.
جینکینس په آخر کي لیکلي، که چیرې ټرمپ پدې وتوانېږي چي له عراق او افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، هغه ته باید پدې برخه کي کریډیټ ورکړل سي.


















