د بلخ سوداګرۍ خونه: د حکومت د ناسمو سياستونو او نا امنۍ له امله سلګونه فابريکې تړل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۳، سه شنبه)

د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې مسؤولین وايي، د حکومت د ناسمو سياستونو او نا امنۍ له امله سوداګرو سلګونه ميليونه پانګه بهر نيو هیوادونو ته لېږدولې ده.

د ځايي چارواکو په وينا، له ۲۰۱۴کال مخکې په مزارشريف صنعتي پارک کې تر ۳۰۰ پورې فابريکو فعالیت درلود خو په تيرو څلورو کلونو کې یوازې اويا فابریکې پاتې دي زياتوي چې د کارکوونکو شمير او تولیدات يې تر پخوا ډیر کم شوی دی.

د دغه ولايت د سوداګرۍ خونو رئيس آرش یونسي وايي، چې د له ۲۰۱۴ ميلادي کال راهيسې سوداګرو خپله ميليونونه ډالره پانګه بهرنیو په ځانګړي توګه ګاونډیو هيواددونو ته لېږدولې ده.

د يونسي په خبره، تېر کال شاوخوا دوه سوه فابریکو په مزارشريف ښار کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د ښاغلي يونسي په وينا، حکومت په دې نه دی توانیدلی چې د سوداګرو امنيت خوندي، د هغوی لپاره ځانګړې تګلاره برابره او ستونزې يې حل کړي نو ځکه سوداګر اړ شوي چې خپلې پانګې نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤولينو هم ويلي و چې ډيری سوداګرو د نا امنیو له کبله خپلې پانګې له هيواده ايستلي او خبرداری يې ورکړی و چې که د هغوی امنیت خوندي نه شي نو دغه لړۍ به لا نوره وغځيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button