ايران: سعودي سره جګړه نه غواړو؛ خو دځان دفاع ته ژمن يو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۳، سه شنبه)

د ایران د مذهبي مشر  له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ایران مذهبي مشر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره،  چې په رسمي سفر ایران ته راغلی دی، د اولسمشر حسن روحاني په شتون کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د سیمې  د مهمو مسائلو په اړه  خبرې وشوې. په خبر پاڼه کې د خامنه يي په حواله راغلي چې ” ایران د یمن جګړې د پای ته رسولو ته رښتينې ژمنتيا لري او په همدې خاطر يې د حل یو ۴ ماده ایز پلان وړاندې کړی و.”

د ایران د مذهبي مشر وينا ده،  چې د سیمې د هیوادونو پر وړاندې هیڅ ډول دښمني نه لري،  بلکې سعودي د امریکا په غوښتنه له موږ سره دښمني کوي.

خبر پاڼه کې ټینګار شوی چې « ایران به هیڅکله د جګړې پیلوونکی طرف نه شي؛ خو که څوک د ایران پر خلاف جګړه پیل کړي، دوی خپلې دفاع ته ژمن دي.»

د يادونې وړ ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ایران او سعودي عربستان ترمنځه د موجودو ستونزو د حل په خاطر  د منځګړي په توګه  ایران ته تللی دی، هغه به روانه اوونۍ  د سعودي عربستان پلازمینه ریاض ته هم  سفر وکړي.

 د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره میاشت په نیویارک کې  د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په حاشیه کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې ویلي و چې  د ایران او سعودي عربستان ترمنځه د منځګړتوب غوښتنه ترې شوې ده .

مربوطه مطالب

Back to top button