کابل، د عارف شهيد ليسې پر مدير وسله وال برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۳، سه شنبه) 

پرون په کابل کې د عبدالغفور نديم ليسې مدير سيد ضياءالدين په ډزو ووژل شو او نن یو ځل بيا د یوې بلې ليسې پر مدير وسله وال بريد ترسره شوی دی.

خبري سرچينې وايي، نن سهار د عارف شهيد ليسې پر مدير د نامعلومه وسله والو له خوا وسله وال برید شوی چې نوموړی پکې سخت ټپي شوی دی.

د یادې ليسې سرمعلم وايي، پيښه نن سهار د نهه بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې مدير د ليسې په لوري روان و.

د پيښې له ځايه بريدګر تښتيدلي خو پوليس وايي، د وسله والو لټون يې پيل کړی او تر اوسه د دغه برید لامل نه دی په ډاګه شوی.

تر دې دمه د دغه بريدونو پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

Back to top button