امریکا په ترکيې بنديزونه ولګول؛ له اردوغان نه د ټرمپ غوښتنه!

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۳، سه شنبه)

امریکا د سوريې په شمال کې د عملياتو له کبله د ترکيې څو وزارتونه په تور نوملړ کې داخل کړي او پر هغه هيواد يې بنديزونه لګولي دي.

د سپيني ماڼې څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ترکيې د دفاع، کورنيو چارو او انرژۍ وزارتونو شتمني په امریکا کې کنګل شوې او د يادو وزارتونو پر وزيرانو يې هم بنديزونه لګولي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې امریکا به پر ترکي پولادو ګمرکي ماليه پنځوس سلنه لوړه او د یوه سوداګريز تړون په اړه به هم ورسره خبرې لغوه کړي.

په عین حال کې د ټرمپ مرستيال مایک پېنس وايي، چې ولسمشر ټرمپ د ترکيې له ولسمشر اردوغان سره تيليفوني خبرې کړي او له هغه يې د ترکيې په شمال کې ژر تر ژره د عملياتو بنديدو غوښتنه کړې ده.

پېنس زياته کړې چې د منځني ختيځ د کړکيچ کمولو او منځګړيتوب لپاره سيمې ته ژر تر ژره سفر وکړي.

امریکا تر دې مخکې په سوریه کې د کردي وسله والو ملاتړ کاوه او په سيمه کې يې د داعش پر خلاف ګډ عملیات پرمخ وړل خو څو ورځې مخکې امریکايي ولسمشر له سوريې څخه  د امریکايي پوځيانو د وتلو اعلان وکړ.

ترکيه چې پر پوله کردي وسله وال (ترهګر) ګڼي د هغوی پرضد يې عملیات پيل کړل او د سوريې شمالي برخو ته يې خپل پوځونه وليږل چې امریکا يې په غبرګون کې پر ترکيې د بنديزونو لګولو خبرداری ورکړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button