ډاکټر یوسف اکبری
تیره ورځ (قیس سعید) د حقوقو استاد چې حزب اسلامي النهضة له کلک ملاتړه برخمند دی، وکولای شول د تونس د ولسمشرۍ چوکۍ لاس ته راوړي، په دې اساس د تونس د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړیو او دوهمو پایلو د اعلان په اساس د تونس د ولسمشرۍ په دوهم دور ټاکنو کې غوڅ اکثریت ۶۱ کلنه قیس سعید ترلاسه کړ.
قیس سعی د تونس په دې دوهم دور ټاکنو کې خپل رقیب (نبیل قروي) ته ماتې ورکړه، دا ټاکنې د دغه هیواد د پخوانۍ ولسمشر محمد باجی قاید سبسی له مړینې وروسته ترسره شوې د پایلو رسمي پایلی څو ورځې وروسته اعلانیږي خو د قیس سعید بریا حتمي ده.
د قیس سعید د بریا په علان سره د هغه زرګونه مینه وال د تونس په پلازمینه او نورو ښارونو کې د خوښۍ غونډې او جشنونه ترسره کړل او د خپل مشر بریا تود هرکلی یې وکړ.
د تونس خلک هیله لري چې د خپل دغه نوی کاندید په بریا به یې اقتصادي ستونزی کمې شي د بیکارۍ کچه په ټیټه شي، او د ژوند د لومړیو توکو لوړې بیې به کوزې شي او سوکاله ژوند به پیل کړي.
(قیس سعید ) څوک دی؟
نوموړی ۶۱ کاله عمر لري او د پوهنتون استاد دی، د تونس د انقلاب نه وروسته د نوموړی نوم د خلکو په ژبه کې خپور شو، مینه والو یې په تیره بیا ځوانانو د هغه له اخلاص او صداقت ډکه لهجه او په خپلو خبرو دریدا یط په خپلو زړونو کې ځای ورکړ.
نوموړی د تونس د انقلاب د اصولو ټینګ ملاتړی و، او ټینګار یې درلود چې باید د هیواد تشکیل د عدالت او ملي حاکمیت پر اساس تامین شي.
قیس سعید وایی:
د ګوندونو وخت نور پای ته رسیدلی او باید ملت نور د خپلې خاورې پر ثروتونو پخپله حاکم شي، نوموړی د دولت هغه پیسې چې د انتخاباتي تبلیغاتو لپاره نوماندانو ته ورکول کیدې وانه خیستې، او یواځې د خپلو حامیانو په ځانګړې توګه د ځوانانو په پیسو یې بسنه وکړه، نوموړی د صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو کلک مخالف دی.















