حزب اسلامي: په سیاسي او علمي اشخاصو وروستي بریدونه دغندلو وړ دي؛ حکومت باید سپیناوی ورکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله ، ۱۳۹۸ل)

دګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دهیواد په مختلفو ولایاتو کې په عام ولس بمبارۍ، او دعلمي او سیاسي اشخاصو ترور غندلی، اوددې تر شا یې دحکومت لاس یاد کړی دی.

حزب اسلامي په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې وروستیو کې لیدل کیږي چې د هېواد په اوسني بحراني حالت کې هېوادوال په ټولیز ډول له بې امنۍ ځوریږي او هره ورځ هېواد کې د جنایاتو کچه د لوړیدو په حال کې ده چې موږ یې اندیښمن کړي یو.

اعلامیه زیاتوي، دهیواد په مختلفو ولایاتو کې ورځ تر بلې مسلحانه غلاوې، اختطافونه، هدفي وژنې او د حکومت له خوا ړانده عملیات هغه څه دي چې د افغانانو ژوند ئې تریخ کړی او نور تر پوزې رسیدلي چې له امله یې ورځ تر بلې دولس او دولت تر منځ واټن مخ پر ډېریدو دی.

اعلامیه وړاندې لیکي، حزب اسلامي داسې احساسوي چې ګویا د څلویښت کلونو وړاندې موده بیا د تکرار په حال کې ده او هره ورځ هېواد کې، دیني علماء، مجاهدين، مسلمانان او د هېواد مطرح شخصیتونه وژل کیږي، د ترور هڅې ئې روانې دي چې د دوئ د امنیت د خوندیتابه په برخه کې د هېواد امنیتي ځواکونه او د ملي یوالي حکومت پاتې راغلی دی.

اعلامیې دمثال په ډول د سیاسي چارو د کارپوه او دیني عالم ښاغلي نظرمحمد مطمئن د ترور ناکامه هڅه یاده کړې او په خبره یې چې په پایله کې ئې د قاتلينو په تفنګچې پسې یو شمېر خلک چې ځانونه د ملی امنیت کارمندان معرفی کوي راغلي چې دا ډېرې پوښتنې پیدا کولی شي.

اعلامیه علاوه کوي، د حزب اسلامی د درې تنو متعهدینو وژنه او په شهادت رسول دا ثابتوي چې امنیتی ځواکونه په خپله ورسپارل شوې دنده کې غفلت او لا باليګري کوي، چې دا باید تر کلکې پوښتنې لاندې و نیول شي.

حزب اسلامي دخپلې اعلامیې په وروستیو کې کاږي، چې دوی په هېواد کې وروستۍ پېښې په کلکو ټکو غندي، له حکومت او دولته غواړي څو راتلونکې کې د ورته پېښو په مخنيوي کې ډېره هڅه وکړي او د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه خپله اصلي دنده وبولي، څو په راتلونکي کې پر حکومت دهېوادوالو له لاسه تللی باور بیا تر لاسه شي او رامنځته شوی واټن له منځه ولاړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button