کابل کې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره لیدلي دي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ تله ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد په پلازمینې کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره لیده کاته کړي دي.
د یوناما له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، یاماموتو او د نړیوالې ټولنې استازو په دې لیدنه کې د ټاکنو کمیسیون او دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کار پر روڼوالي، بې پرېتوب او له یادو کمیسیونونو د ټولو برخه والو پر پوره ملاتړ ټینګار کړی دی.
تر دې وړاندې دټاکنو کمیسیون په ټاکلې موده د لومړیو پایلو اعلان ناممکن بللی و، او زیاته کړې وه چې د شفافو پایلو اعلان به وخت وغواړي.
بلې خوا یو شمېر نوماندان ادعا کوي چې حاکم ټیمونه ددرغلیو اراده لري، که له درغلیو سره ملې پایلې اعلان شي؛ دوی به یې ونه مني، او له نورو لارو چارو به دخپلو حقوقو دفاع وکړي.


