کابل ټکی کام (چهارشنبه، ٢٤ تله ، ۱۳۹۸ل)
ټاکل شوې وه چې د روانې مياشتې په ۲۷مه نيټه د افغانستان د جمهوري رياست د ټاګنو لومړۍ پايلې اعلان شي؛ خو د ټاکنو خپلوک کمېسیون وايي، کېدای شي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان وځنډېږي.
د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د پايلو د ځنډ خبر ورکوي، چې لا له وړاندې ځينو نړيوالو بنسټونو، نوماندانو او څارونکو د انتخاباتو د پروسې په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي.
که څه هم د کميسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د پايلو د ځنډ علت د ټولو مشکوکو رايو تفکیک او د بهیر روڼوالی ياد کړ او زياته يې کړه چې نه غواړي شفافيت د سرعت له امله قرباني شي.
خو څارونکي وايي چې ټاکنو کې د خلکو کم رنګ حضور لا له وړاندې د انتخاباتو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستی، اوس د پايلو ځنډ نورې اندېښنې هم زيږولي چې ښايي پایلو کې د يو مشخص نوماند په ګټه درغلي وشي.


















