دکابل ټکی کام (پنجشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل)
سعودي د مدینې ښار په (۱۷۰) کیلومتري کې د مدینې او مکې ترمنځ په لویه لاره د یو مسافر وړونکي بس موټر او يوبل بار وړونکي موټر د ټکر له امله درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي چې دا پيښه پرون چهار شنبه د شپې ناوخته رامنځته شوې ده. پيښه کې ۳۵ تنه مړه او ۴ تنه نور سخت ټپیان شوي دي، چې د ژغورنې د ډلو لخوا روغتون ته وړل شوي دي.
چارواکو ويلي چې د پيښې قربانیان د اسیايي او عربي هیوادونو وګړي دي. د راپورونو له مخې په بس موټر کې ۳۹ تنه سپاره وو.
له بار وړونکي موټر سره تر ټکر وروسته بس موټر اور اخیستی او په پوره ډول د اور خوراک ګرځېدلی دی.















