(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۵، پنجشنبه)
د راپورونو له مخې، د کابل- کندهار هرات پر لويه لاره د ترافیکي پيښې له کبله نهه کسانو ته مر ګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، پيښه نن سهار د هرات پر لويه لاره د ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د فرهاد په وينا، یوه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر ټکر کړی چې په ترڅ کې يې دوه تنه مړه شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
افغانستان کې وخت ناوخت پر لويو لارو مسافر وړونکي موټر ټکر کوي چې چارواکي يې ستر لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی بولي.















