کابل ټکی کام (پنجشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل)
د جرمني لومړى وزيري انګيلا مرکل د ترکیې لخوا د دومره ډېرو سوري کډوالو منل يو ډېر دروند بار ياد کړ، آغلې مرکل وویل چې د ترکیې دا اقدام بايد وستايل شي.
ميرمن مرکل د فرانسې (تولوز) ښار کې د فرانسې او جرمني د وزیرانو د شورا د ګډې غونډې نه وروسته د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره په ګډه خبرې غونډه کې کولې.
هغې وویل چې مونږ ټول په دې ډیر ښه پوهیږو چې ترکيې ( ۳،۶) میلیونو سوري کډوالو ته د پناه ورکولو سره یو ډیر دروند مسٶليت منلى او په ډيره ښه توګه يې دکډوالو ميلمه پالنه کړې ده.
دا یوه ډېره مهمه مسئله او ستونزه ده. او ترکیې په دې مسئله کې ډیر مهم مسئولیت منلى دی او په ښه توګه ادا کړی.
اغلې مرکل د سوریې په خاوره کې د ترکي پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: « مونږ له هر څه ژر ددې عملیاتو د پایته رسولو غوښتنه کوو ځکه چې دا عملیات کیدای شي چې د داعش ترهګرې ډلې د بیرته راژوندي کیدو ته زمینه برابره کړي. »















