کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا او ترکیې وروستیو کړکېچونو پر دوام د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د امریکا د ولسمشر هغه لیک چې نوموړي ته پکې سپکاوی شوی و، د کثافاتو په سطل کې اچولی دی.
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا لیک، له سوریې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته استولی وو.
په دې لیک کې ټرمپ اردوغان ته لیکلي و چې په سوریه کې به د ترکیې عملیات بدې پایلې ولري، نو سختدریځي او احمقتوب دې نه کوي.
ترکیې وروسته تر هغه چې دا لیک تر لاسه کړی په سوریه کې یې د کردانو پر وړاندې عملیات لا ګړندي کړي دي او ډیری سیمې یې ترخپلې ولکې لاندې راوستي.
د یادونې وړ ده چې ترکیې سوریه کې دامریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دکردي ملېشو خلاف خپل عملیات شروع کړل چې دامریکا له سختو خبرداریو سره سره لاهم ترکیې له خپلو عملیاتو کلک ملاتړ او پر دوام یې اصرار کړی دی.















