کابل ټکی کام (پنچشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل)
طالبان وايې د خپلو الفتح عملیاتو په لړکې يې نن سهار وختي ۶ بجې د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د (دهیکچي خانه) سیمه کې په دولتي عسکرو وسلوال بریدونه ترسره کړي.
چې پايله کې يې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، دطالبانو په وينا د دولتي عسکرو دوه ټانګونه يې تخريب کړي، پنځه تنه کمانډویان او درى تنه اربکيان يې وژلي او نهه تنه نور يې ژوبل کړي دي.
د طالبانو په خبره د دې بريدونو په ترڅ کې يې له عسکرو يې ګڼ شمير وسلې او جنګي مهمات هم ولجه کړي دي.
په دې وروستيو کې د ټول هيواد په سطحه د طالبانو بريدونو زور اخيستی، چې هره ورځ پکې د لسګونو حکومتي عسکرو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي.

















