د ټاکنو کمیسیون: له اووه لکه زیاتې رایې به باطلې شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ازادي راډیو انګلیسي څانګې د انتخاباتو کمیسیون له قوله راپور ورکړی چې امکان لري له اووه لکه زیاتې رايي به باطلي سي.
د انتخاباتو کمیسیون وايي، تر اوسه پوري يې له ۲.۷ میلون رایو څخه اووه لکه رايي باطلې کړي دي، امکان شته نورې هم باطلې اعلان شي.
یاد کمیسیون یوځل بیا د بایومتریکي رايې پر حساب تاکید کړی دی.
د انتخاباتو کمیسیون زیاتوي، تر اوسه پورې د رایو له ۸۵ ٪ محلونو څخه بایومتریکي رايي تقریبا ۱.۷ میلون رایو ته رسېدلي دي.
داسي ښکاري چي په بغلان، پکتیا، کندهار، او هلمند کي تر بل هر ځای زیات تقلب سوی دی.
نن یوشمېر سرچینو خبر ورکړ چې د رایو شمېرنې پر وړاندې د شته ستونزو له امله د ابتدایي پایلو اعلان یوه اونۍ نور هم وځنډېد، دې خنډونو لاهم دخلکو اندیښنې راپارولي او دنه کابو کېدونکي بحران ویره لري.



