طالبانو په خپلو فولادي ګوزارونو سره ټرمپ ته< د خالد بن وليد تاریخ وریاد کړ!!

ډاکټر یوسف اکبري
خالد بن ولید رض د ایران پادشاهانو ته لیکلي وو:
د خالد بن الولید لخوا د فارس پادشاهانو ته! اما بعد، خدای تعالی ته ثنا ده هغه چې ستاسې رژیم یې ونړاوه او ستاسې کید او مکر یې سُست کړ ، ستاسې یووالی یې تیت کړ، او ستاسې ځواک یې کمزوری کړ، ستاسې مالونه یې ستاسې له لاسونو وویستل او ستاسې عزت یې له خاورو سره خاورې کړ، که دا لیک مې درورسېد نو تسلیم شئ! روغ به پاتې شئ! او زمونږ لخوا په خپل امن ډاډه اوسئ! جزیه ومنئ! کنه پر هغه ذات مې دې سوګند وي، تر هغه بل حق معبود نشته، داسې قوم به درواستوم چې مرګ سره به داسې مینه کوي، لکه تاسې یې چې له ژوند سره کوئ! او آخرت ته به دومره لېوال وي لکه تاسې چې دنیا ته لېوال یاست.
تېره ورځ ټرمپ وویل:
لکه څرنګه چې امریکایان د فوټبال لوبې ته د تفریح په سترګه ګوري، طالبان هم جګړې ته د ساعت تېرۍ او تفریح په سترګه ګوري.
ټرمپ دې د تاریخ د پاڼو له مطالعې څخه ځان ته وریاد کړي چې اسلام هغه دین دی چې د نړۍ طبیعي سیر تاریخ یې مات کړ، د حجاز له ځمکې راپورته شو، ټوله نړۍ يې په خپله غېږ کې نغاړله، تر پراخ پوښښ لاندې یې راوسته او لامل یې همدا و چې مسلمانانو ته د باطل پر خلاف جګړه او شهادت همدومره خواږه وو، دي او وي به، لکه کفارو ته چې دنیا او او د دنيا ژوند څومره خواږه دي، نو ټرمپ باید خپل سر خلاص کړي لکه څرنګه یې چې پرون یو څه سر خلاص شوی او متفکر باید ټرمپ د خپل تفکر نه هم همدغه مشوره ورکړي او په لوی لاس دې نړۍ کې هرج مرج نه زیاتوي، کنه نو طالبانو او د نړۍ ټول مسلمانان همداسې درس ورکړي لکه خالد بن ولید چې د فارس پادشاهانو ته ورکړی و.
اسلام هیڅکله له چا سره له زوره کار ندی اخیستی او نه یې اخلي که د مکې تاریخ په دې هکله روڼ دی، اسلام په مکه د یو شمیر سرښندونکو په هغه ټینګ ایمان سره غښتلی او پیاوړي شو چې د کفارو او مشرکینو هر ډول سختو شکنجو ته یې تن ورکړ خو له خپلې عقیدې یو ګام هم شاته نه شول، بلکې تر پایه یې مقاومت وکړ او د اسلام شمعه او مشال یې په ګرده نړۍ کې بل کړ چې له 1500 نه بعد یې هم دغه روښانتیا لا هم تاندې دي او هیڅ زورور یې د خاموشولې توان نه لرلای دی نه یې لري او نه به یې ولري.
اسلام تر نهایی بریده هم په مکه او هم په میدنه کې له زور څخه کار ندی اخیستی بلکې د تبلیغ په اثر یې د مکې او مدینې خلکو په مینځ کله به چې د زیارت لپاره ورتلل د خلکو اذهان روښانه کړی دی، چې ډیری خلکو یی ښه استقبال وکړ، او په تدریج سره د قرآن کریم په معنوی نفوذ سره د خلکو زړونه جلب کړل.
د اسلام په تاریخ کې چې څومره جنګونه شوي ټولو دفاعي بڼه درلوده، همدا د قریشو کفار وو چې د مسلمانانو او د ایمان د څښتنانو پر مرکز یې یرغل یوړ او جنګ او جګړه پیل شوه چې بالآخره د مسلمانانو په بریا او د کفارو پر ماتې منتج شوه، همدا راز که نن امریکا هر څومره هاند ووهي خو بالآخره به له شرمیدلې ماتې سره مخ کیږي او مسلمانان به بریالي کیږي چې د ټرمپ وروستی ذهنیت د همدې حالت غمازي کوي.



