شپږيزه ليګ؛ سبا د راشد او نبي لوبډلې پايلوبه کې مخ کيږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل)

د بند امير ښامارانو له لوري نن په دويمه کواليفاير لوبه کې عمران جنت او جاوېد احمدي په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبې ته ورسوله. په دغه په زړه پورې لوبه کې بند امير ښامارانو د کابل بازانو لوبډله په ۳ منډو ماته کړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ په دويمه کواليفاير لوبه کې د پاراګان بند امير ښاماران او کابل بازان لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بند امير ښامارانو له لوري عمران جنت او جاوېد احمدي د ۱۷۶ منډو په زړه پورې ملګرتيا وکړه، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې ستره ملګرتيا ده. همدا راز بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې، د دوی له ډلې عمران جنت ۱۱۵ ناسوځېدلې او جاوېد احمدي ۷۷ منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري بيا يوسف ځاځي او کريم جنت ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۲۲۶ منډو د ستر هدف په تعقيب کې د کابل بازانو هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، خو په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عمران جنت ترلاسه کړه، چې د ۱۱۵ منډو ناسوځېدلې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

د نننۍ لوبې په بريا سره د پاراګان بند امير ښامارانو لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کړه، چې سبا د اکتوبر په ۱۸مه نېټه به تر غرمې وړاندې په ۱۱:۳۰ بجې د مس عينک اتلانو لوبډلې سره په پايلوبه کې مخامخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button