ترکیې امریکا سره دسوریې په شمال کې د پنځو ورځو لپاره په اوربند موافقه کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ تله ، ۱۳۹۸ل)

د بهرنیو رسنیو د راپور په اساس، ترکیې امریکایي استازو سره پر موافقې دسوریې په شمال کې دکردانو خلاف په مشروط ډول دپنځو ورځو لپاره اوربند کړی دی.

د سوريې په شمال کې د کردانو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو د بندولو خبر دامریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ورکړی دی.

پنس په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدو وروسته دغه اعلان کړی دی.

نوموړی وايي، د ۱۲۰ ساعتونو یا پنځو ورځو لپاره به اوربند داسې حال کې پر ځای پاتې وي چې د کردانو په مشرۍ وسله وال ځواکونه په منظم ډول له هغې سیمې ووځي چې ترکیه یې خوندي زون بولي.

ځینې سرچینې وایي، له یادې سیمې دکردي جنګیالیو تر وتلو وروسته به لکونه ترکي مېشت سوریایي مهاجرین هلته ځای پر ځای کیږي، او دا به خوندي سیمه نومول کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button