محقق: د دولت ساز ټيم ناظرينو د کمېسيون کارکوونکي وهلي

 

کابل ټکی کام (جمعه، ٢٦ تله ، ۱۳۹۸ل)

د اجراٸیه ریاست دوهم مرستیال او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټیم غړي محمد محقق ادعا کړې چې نن د ټاکنو کمیسیون تالار کې د دولت جوړونکي ټیم ناظرینو د مرکزي سرور پر کارکونکو فزیکي حمله کړې او وهلي یې دي.

نوموړي ویلي، دا حمله تر هغه وروسته وشوه، کله چې کمېسیون کې د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم ناظرینو ته څرګنده شوه، چې د دوى ټيم ماته خوړلې.

محقق په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي، خو اجراٸیه رئیس ډاکټر عبدالله ته منسوبې یوې پاڼې بیا ویلي چې د دولت جوړونکي ټیم ناظرینو هغه مهال د کمیسیون پر کارکونکو برید وکړ، کله چې مالومه شوه ډاکټر عبدالله ۶۲% او اشرف غني یواځې ۲۵% سلنه بایومټریک رایې اخيستې دي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي، چې دولت ساز ټیم د سترې محکمې، په مټ خپله ټوله هڅه کوي تر څو د ټاکنو پرکمېسیون فشار راوړي چې غیر بایومټریک شوې رایې ومني.

مربوطه مطالب

Back to top button