اروپا ته تلونکي افغان ډاکټر له ۲۲ پوړیز هوټل ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ تله ، ۱۳۹۸ل)

یوه افغان ډاکتر چې اروپا ته د رسېدلو لپاره یې درې کاله په یوه کمپ کې انتظار وکړ او هلته په رواني ناروغیو هم اخته شو، د اسټرالیا په برسبن ښار کې له ۲۲ پوړیز هوټل څخه ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، د سید میرویس روحاني په نوم دغه کس په ډېپریشن او نورو رواني ناروغیو اخته و او له چین څخه یې په طب کې د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړی و، په ۲۰۱۷ کال اسټرالیا ته ورغلی او له هغې وړاندې یې ۴ کاله د مانوس ټاپو د کډوالو په یو پنډغالي کې تېر کړي وو.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، دا د مانوس له ټاپو څخه اسټرالیا ته ورغلی اتم کډوال دی چې ځان وژنه کوي.

راپورونه وايي، د مړه شوي ډاکتر پلار او مور لندن کې ژوند کوي. پلار یې پر ۲۰۱۶ کال مانوس ټاپو ته لاړ او هڅه یې وکړه، چې زوی له نظارتخونې وژغوري او له ځان سره یې برتانیا ته بوځي،خو د پلار غوښتنه یې ځکه ونه منل شوه چې زوی یې له ۱۸ کلونو اوښتی و.

په مانوس ټاپو کې د سید میرویس روحاني ګاونډی کډوال علیرضا پیرهادي- له بي بي سي سره خبرو کې وايي، میرویس مانوس کې د رواني ستونزو له امله سخت درمل خوړل.

نوموړی وايي، د میرویس مور- چې برتانیا کې اوسېده- د هغه د لیدلو لپاره بریزبن ته تللې وه او د نوموړي د ځانوژنې پرمهال اسټرالیا کې وه.

د کډوالو لپاره د عمل پلان په نوم ادارې ویاند ایان رنټل دا پېښه د بې غورۍ له امله او قصدي بولي او زیاتوي، چې میرویس د هغو سلګونو کسانو یو ځوروونکی او تراجیدیک مثال دی، چې مانوس ټاپو کې په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې دسختو جګړو او بې کارۍ له امله ډیری ځوانان د اروپا پر لور روان دي، دې وروستیو کې ډیری داسې پیښې ثبت شوي چې ځوانان کانټینرو کې په غیر اختیاري او یا قصدي ډول وژل شوي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button