نبيل: د ځينو بهرنيانو په بدل کې د زرګونو طالب زندانيانو نوملړ امريکا ته سپارل کيږي

کابل ټکی کام (جمعه، ٢٦ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ځينو بهرنيانو په بدل کې د زرګونو طالب زندانيانو نوملړ امريکا ته سپارل کيږي
د ځینو سرچينو په وينا د امريکا او طالبانو ترمنځ د يوې لويې تبادلې نښې ښکاره شوي، چې د يوشمېر داخلي او بهرنيو زندانيانو په بدل کې د نژدې پنځه زره طالب بنديانو د تبادلې کار روان دی.
وړمه ورځ د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم د دې خبري پخلی وکړ، چې په وينايې د انس حقاني په شمول د زرګونو طالب بنديانو لیستونه چمتو شوي او ډېر ژر به امريکايي لوري ته و سپارل شي، ترڅو د ۲امريکايي اتباعو او ځينې نورو بهرنيو زندانيانو په بدل کې چې دا وخت طالبانو سره بنديان دې خوشي کړای شي.
دا دوه امريکايان “کوین کینگ او تیموتي ویکس” نومیږي چې د ۲۰۱۶م کال د اګست مياشت کې له کابل ښاره طالبانو نيولي وو.
که د طالبانو او امريکانو تر منځ دا تبادله ترسره شي نو دا به د سولې پروسه قوي او روانه وساتي.



