کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د چارو مشهور امریکايي پروفیسر تامس جانس په خپل ټویټر د اشرف غني او پلویانو له بد اخلاقۍ یې شکایت کړی، او دوی یې وارخطا بللي دي.
تامس لیکي، زه د ۲۰۰۴ راهیسې د افغانستان انتخابات مطالعه او څارم، سږ کال ما یو شی زده کړ، او هغه دا چي د غني پوچ خولي چاپلوسان سخت وار خطا او بې باوره ښکاري.
تامس زیاتوي، هغوی لکه لیوني پر هر چا باندي حملې کوي، خو اوس ما د بلاکولو مهارت زده کړی دی؛ هیڅ یې نه پریږدم .
تامس وړاندې لیکلي، زما حدس دا دی چي غني پدې ورځو او شپو کي سم خوب نه لري، او هره شپه د ارګ پر پاسته پالنګ باندي نا آرامه او چورتي غځېدلی وي؛ بد او ډارونکي خوبونه ویني.
او ها، هغوی د انتخاباتو د مقدماتي نتایجو اعلان درې ورځي وځنډوی، ښايي دا کار غني ته د څه سا اخیستلو او استراحت کولو فرصت ورکړي، البته، که څه هم زه پدې برخه کي زیات نه پوهېږم، خو شکمن ضرور یم.

















